محمد فیصل

تقریبا درې کاله وړاندې له افغانستانه د اشغالګرو ځواکونو له وتلو وروسته ډیرو داسې ګومان کاوه چې افغانستان به یو ځل د طالبانو د تیر حاکمیت دور ته ور وګرځي او نړۍ به ورسره تعامل و نه کړي.

هغه مهال د نړۍ د نه تعامل او د افغانستان د بشپړې انزوا لامل تر ډیره کورني مسایل وو، چې اوس د طالبانو د تیر حاکمیت برعکس کورني مسایل بلکل نشته.

متحد او بې شر و فساده افغانستان د یو امیر تر قومندې لاندې له نړۍ سره په یوه خوله تعامل ته چمتو دی.

لویدیځ چې په نړیواله کچه یې د افغان حکومت د منزوي کیدو له پاره ډیرې هڅې وکړې، ناکام شوی او د ختیځې نړۍ لوی هیوادونه له افغان حکومت سره د لویدیځ له ویرې پرته تعامل کوي.

چین له لومړي سره د اقتصادي پالیسۍ په خپلولو سره تعامل ته را وړاندې شوی وو.

اوس د افغانستان او چین تر منځ سیاسي-اقتصادي اړیکې له بل هر وخت ډیرې ژورې شوې دي.

ایران او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو هم د تیر برعکس له افغان حکومت سره قوي اړیکې جوړې کړې دي چې د دغو اړیکو بنسټ اقتصادي همکاري ده.

دغه راز، هند هم د تعامل لاره خپله کړې او نږدې راتلونکې کې به د اړیکو د بدلون شاهدان واوسو.

روسیه چې په ډیرو ځایونو کې یې لویدیځ ننګولی، د افغان حکومت رسمیت پیژندنه کې ممکن له نورو وړاندې شي.

روسیه کې له ترهګریز لیست څخه د طالبانو د ایستلو او د افغان حکومت د رسمیت پیژندلو په اړه جدي بحثونه پیل شوي شوي.

تیره اوونۍ په همدې تړاو د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او ولسمشر پوتین څرګندونې درلودې.

هغوی طالبان د افغانستان یو واقعیت او واقعي حاکمان یاد کړل چې اوس افغانستان اداره کوي او نړۍ ورسره له تعامل پرته بله لار نه لري.

داسې ښکاري چې روسیه به په لنډ وخت کې د طالبانو په اړه بې سارې پریکړې وکړي.

د افغان حکومت د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ له امله به په نږدې راتلونکې کې د افغان حکومت نړیواله انزوا پای ته ورسیږي او افغانستان به د یادې انزوا له پای ته رسیدو سره په سیاسي او اقتصادي لحاظ ډیر څه ترلاسه کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version