المونیټور رسنۍ د افغانستان او ترکیې د اړیکو او افغانستان کې د ترکیې د ګټو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې لیکوالې سبینه صدیقي وایي، سره له دې چې ترکیې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی، خو د دواړو لوریو تر منځ اقتصادي همکارۍ او سوداګرۍ ته هیله مندي ډېره ده.

د تېرې فبرورۍ میاشتې په نیمایي کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال قدرت الله جمال له ترکي پانګوالو سره لیدنه کې ویلي وو چې سوداګري باید د سیاست قرباني نه شي.

د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخندازده ویلي چې ترکي پانګوالو په افغانستان کې د بریښنا زیربنا، هوایي ډګرونو، صنعتي پارکونو او سوداګریزو ښارګوټو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

په ۲۰۲۳ کال کې د ترکیې او افغانستان سوداګري سل میلیونه ډالرو ته رسېده.پوښتنه دا ده چې د ټولو لویدیځو هېوادونو د اړیکو له پرېکون سربېره ولې تر اوسه ترکیې له افغان طالبانو سره اړیکې ساتلي دي؟مقاله وایي، یو لامل یې د افغانستان او ترکیې تاریخي اړیکې دي چې پېل یې د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان دور ته ورګرځي.په ۱۹۲۱ کال کې افغانستان دویم دولت و چې نوی ترکي دولت یې په رسمیت وپېژنده.

ترکانو د افغانستان نظامي او ملکي برخې روزلو کې ډېره ونډه درلوده چې دې کار د افغانستان د عصري دولت جوړېدو کې مهم رول ولوبوه.د افغانستان او ترکیې اړیکې تل ثابتې پاتې شوي دي.

د بلخ مولانا چې په ترکیه کې په رومي مولانا مشهور دی، د افغانستان تر ټولو مشهور شخص دی چې ترکیه کې خښ دی او ترکان ورته ډېر درناوی لري.په افغانستان کې د امارت له چپه کېدو وروسته چې نړیوال سوله ساتي ځواکونه یا ایساف افغانستان ته راغلل، نو ترکي پوځیان هم په کې وو، خو ترکي پوځیانو کابل هوایي ډګر ساته او هېڅکله یې جګړه ییزو عملیاتو کې برخه وانخیسته.

دویم لامل یې د افغانستان مهم موقعیت دی چې د منځنۍ اسیا له پاره دروازه ده، ترکیه افغانستان ته د سوداګریز مرکز په سترګه ګوري چې سوداګریزې لارې له اسیا سره نښلوي.درېیم لامل یې سیمه ییزه سوداګري ده. ترکیې د لاجوردو لاره فعاله ساتلې.

د لاجوردو لاره افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره نښلوي.دغه راز، یو شمېر ترکي خصوصي شرکتونه په افغانستان کې د تېلو د تصفیې او بادي بریښنا جوړولو برخه کې فعالیت کوي.د ۷۷ ساختماني شرکت د کجکي بند جوړولو کې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ډالر پانګونه کړې چې ۲۰۲۲ کال کې د ترکیې د سفیر جیهاد ارګانای په موجودیت کې پرانېستل شو.

څلورم لامل له افغانستان سره د ترکیې ایتنیکي اړیکې دي. د افغانستان د نفوس څه برخه ترک نژاده دي او ترکي ژبو باندې غږیږي.مقاله وایي، له افغانستانه د لویدیځو هېوادونو او نړیوالو شرکتونو وتلو ترکیې ته مهم فرصتونه په لاس ورکړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version