ليکوال: عبدالله زاهد

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایف اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه یې طالبان د ترهګرو ډلو له لېسته ایستلي دي.

د منځنۍ آسيا او نور همسايه هېوادونه اماده دي چې طالبانو سره هر ډول سياسي او اقتصادي اړيکې ولري؛ چې دا د افغانانو لپاره يو بهترينه زيرۍ دی ځکه لا به افغانستان د سياسي او اقتصادي پرمختګ پر لور حرکت وکړي.

دا د رسميت پېژندنې په لور د نړيوالو يو ګام دی ځکه اوس هم د سيمې له ټولو هېوادونو سره طالبان سياسي او اقتصادي اړيکې لري چې د رسميت اعلان به يې هم ډېر ژر واورو.

د طالبانو د پرمختللي سياست، ولس او وطن ته پوره ژمنتيا، افغانستان کې سرتاسري امن، اقتصادي پروژې، د افغان ولس تر منځ يووالی و اتحاد او خپله داخل د نظام کې د يوه امير تر امر لاندي، له مشره تر کشره ټول په يوه خوله او اتحاد دی چې نړۍ يې مجبوره کړې تر څو له طالبانو سره اړيکې ټينګې او پر رسميت پېژندلو يې غور وکړي.

خو د دې هر څه تر شاه يو راز د داعش خراسان او شمالي ټلوالې د پروژيانو ختمول او مخنيوی دی چې د سيمې ټول هېوادونه د طالبانو سره اړيکو ته لېواله سوي؛ ځکه داعش خراسان چې د غرب، يهودو او عربستان ګډه پروژه ده کوم چې پاکستان يې د عملي کولو چاري پر مخ بيايي.

د دغې ډلې(داعش خراسان) د روزلو يو هدف منځنۍ آسيا هېوادونه، ايران، چين او روسيه ده تر څو هلته داعش و رسوي او سيمه کې د غرب او يهودو ګټې پرې خوندي کړي؛ چې دې بخش کې غرب او پاکستان ډېره هڅه وکړه او لا يې هم کوي تر څو داعش خراسان پر مخ ختم نه سي اما د طالبانو په شتون کې دغه فتنه ګره ډله داعش خراسان« ISIS-K» هیڅکله پرمختګ نه سي کولای او دا نړۍ ته هم ښه معلومه ده چې دغه پروژه د غرب او يهودو ده تر څو سيمه کې ايران، چين، روسيې ته ځان و رسوي. دا چې طالبانو دغه خوارج پر مخ ختم کړي ځکه د سيمې هېوادونه نه غواړي چې دلته نور د غرب پروژې عملي سي او نه هم د افغانستان حاکم نظام پرېږدي چې په ګران افغانستان کې دي پردۍ پروژي عملي او د افغانستان خاوره دې د کوم بل همسايه هېواد مخالف استعمال سي.

کله چې امريکا له افغانستان څخه کډه بار کړه او افغانانو په آزاده فضاء کې ساه واخيستل؛ اسلامي نظام حاکم سو نو د تل په څېر پاکستان بيا ځلي امريکا ته اډې ورکړې او هلته پاکستان کې امريکا و آی ايس آی په ګډه د داعش خراسان تر نامه لاندي د پاکستان د آی ايس آی جوړه سوې ډله روزي تر څو افغانستان کې يې وجنګوي او له افغانستان څخه بيا د سيمې د نورو ملکونو امن خراب کړي؛ خو طالبانو يې مخنيوی کړی او نه پرېږدي سيمه کې د غرب پروژې بيا ځلي عملي او افغانستان د جګړې په ډګر بدل سي چې د پاکستان او امريکا په دغه ګډ شوم پلان هم د سيمې هېوادونه او استخبارات ښه خبر دي ځکه اوس دوی دې ته اماده سوي چې د طالبانو سره سياسي او اقتصادي اړيکې وپالي او شايد ډېر ژر د رسميت خبرونه هم واورو.

بل طرف د شمالي ټلوالې او په دغه نامه د فرانسې جاسوسان هم تر ډېره ناکامه سوي، فعاليت يې صفر درجې ته را ښکته سوی او يواځې له بهره راغورېږي خو داخل د افغانستان کې هيڅ ملاتړي نه لري؛ دا ځکه چې د طالبانو په راتګ سره قومپرستي، زبان پرستي او تعصب پر مخ ختم سوی، دلته د يوې کلمې او سپين محمدي بيرغ تر چتر لاندي ټول قومونه يو سوي؛ ټول قومونه په نظام کې خپل ځان ويني او ټولو قومونو ته ښه څرګنده سوې چې يواځې همدې اسلامي نظام کې موږ افغانان ټول يو کېدلای سو ځکه اوس د قوم په نامه بدمعاش او پردي جاسوسان نه چلېږي؛ اوس افغانان د ژبې پر برابر نه سره وېشل کېږي، اوس که خبره کېږي يواځې به اسلاميت او افغانيت وي او دا دې ولس ښه درک کړي ځکه د دغې تعصبګرې ډلې«شمالي ټلوالې» ملاتړ هيڅوک افغانستان کې نه کوي؛ اوس افغانانو ته اسلاميت او افغانيت اهميت لري، اوس برتري د قوم پر بنياد نه ده، اوس برتري د سيمې او ولايت پر بنياد نه ده کوم چې د شمالي ټلوالې بيا اصل بنياد پر تعصب ولاړ دی.

د شمالي ټلوالې تېرو جرمونو، نفاق، وژنو، ظلمونو او بل طرف اوسني حاکمانو ته په کتو هيڅوک د فرانسې له دغې پروژې سره نه درېږي؛ ځکه د افغان مسلمان او متحد ولس په يوه خوله د طالبانو سره درېدلي او دغه يووالی او اتحاد نړۍ درک کړی، د سيمې او نړۍ هېوادونه پوهېږي چې د طالب اصل د همدې ولس له بطن څخه دی، نړۍ پوه سوې چې افغان ولس په يوه اتحاد سره د طالبانو سره ولاړ دی ځکه د طالبانو سره هر اړخيزه، اقتصادي او سياسي اړيکې لري چې دا اړيکې به ډېر ژر په رسميت بدلېدو بدلې سي.پای

ځواب پریږدئ

Exit mobile version