محمد فیصل

د جمهوري نظام پر مهال د ولسي جرګې غړې او ولسمشرۍ ته کاندیدې فوزیه کوفي په امریکا کې د یاکووف فلیچکن په نوم یو یهودي سره لیدلي دي.

فلیچکن چې یو بنسټ هم لري، تش په نوم نه بلکې مذهبي یهودي دی او د اسراییلي ګټو له پاره مبارزه کوي.

په افغانستان کې په فساد او غلا تورنې فوزیه کوفي له نوموړي یهودي سره لیدلي دي.

سره له دې چې کوفي او فلیچکن تر اوسه د دې ناستې په اړه ډېر جزیات نه دي په ډاګه کړي، خو د فلیچکن له کړنو او بنسټ له کارونو څخه جوتیږي چې ممکن کوفي به له فلیچکن سره په کومې نوې پروژې غږیدلې وي.د فلیچکن بنسټ د مذاهبو او دولتونو تر منځ په نږدیوالي هم کار کوي.

د انیلا علي په نوم یوه پاکستانۍ امریکایي هم ورسره ملګرې ده.

انیلا موده وړاندې اسراییلو ته تللې وه او هلته یې د حماس مجاهدین په ښځو په جنسي تیریو او زیاتي تورن کړي وو. انیلا په امریکا کې دا هم ویلي وو چې پاکستانیان له اسراییلو سره ولاړ دي، خو د خلکو له لوري له سخت غبرګون سره مخ شوه.

د انیلا او نورو کړنو ته په کتو داسې شک کیږي چې ممکن کوفي ته هم همدغسې یو پلان ورکړل شوی وي، کوفي د افغان حکومت سخته مخالفه او د شمال ټلوالې سره نږدې اړیکې لري.

د ټلوالې یا په اصطلاح جمعیت اسلامي یو مشر احمد مسعود موده وړاندې ویلي وو چې دوی د طالبانو پر ضد ان د اسراییلو ملاتړ ته هم اړتیا لري.

داسې ښکاري چې دا ځل فرانسوي او امریکایي یهودان په ګډه د طالبانو پر ضد کومه ګډه پروژه پر مخ بیایي او زمینه سازي او ذهنیت سازي یې پیل کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version