لیکوال: عادل افغان
د افغانستان په اړه د نړیوالو رسنیو د نن ورځې توده موضوع یو ځل بیا د ښځو د حقونو مسئله ده، چې ډېره توده مطرح شوې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د ښځو د وضعیت په اړه یو ځل بیا اندېښنه ښودلې او په ځانګړې توګه یې په افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی، نوموړي چې د ښځو د وضعیت په اړه یې د دغه سازمان د کمېسیون ۶۸مې غونډې ته وینا کوله، د طالبانو لهخوا په افغان نجونو او ښځو لګولو شویو محدودیتونو او بندیزونو ته په اشارې ویلي، طالبانو له ۵۰ زیات داسې فرمانونه صادر کړي، چې د نجونو او ښځو حقونه یې لهمنځه وړي دي، هغه زیاته کړې: «په افغانستان کې طالبانو تر ۵۰ زیات فرمانونه صادر کړي چې د ښځو او نجونو حقونه یې تر پښو لاندې کړي دي.» بلخوا د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون ۶۸مې غونډې ته په پرانستونکي وینا کې د دغه سازمان د ښځو د برخې اجراییه مشرې سیما باهوس ویلي، د افغانستان په ګډون؛ په منځني ختیځ، سوډان، میمانمار او ځینو نورو هېوادونو کې نجونې او ښځې د هغې جګړې بیه پرې کوي چې اصلا دوی پیل کړې نهده.
په ورته وخت کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تبعیض په اړه د ملګرو ملتونو د کاری ډلې مشره دروتي ایسترادا تانک وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې د ژوند له ټولو چارو حذفېږي. هغې چې د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو کمېسیون ۶۸مې غونډې ته یې وینا کوله وویل: «اجازه را کړئ چې ستاسې پام د افغانستان قضیې ته را واړوم، په افغانستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې نجونې او ښځې له عامه ژوند څخه لېرې کېږي.
د زدهکړو، کار، روغتیا، عدالت ته د لاسرسي، سفر او لباس په برخه کې د هغوی حقونه په جدي توګه محدود شوي دي. »
تبصره: دا لومړۍ ځل نه دی چې نړیوال او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه د افغانستان او افغان ښځو په اړه دا ډول ضد او نقیض څرګندونې کوي، د ملګرو ملتونو اکثریت ادارې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واک ته بېرته راهیسې د امریکا، برېټانیا، فرانسې او نورو هغو غربي هېوادونو پر تبلیغاتي مرکز بدلې شوې چې په افغانستان کې یې پوځي او فرهنګي یرغل اوبه شو.
دوی په دا ډول څرګندونو غواړي، چې د نړۍ پام له خپلې شرمېدلې ماتې او په افغانستان کې له ماشومانو، سپین ږیرو، تور سرو، بې ګناه خلکو او آن حیواناتو سره له کړو جنایتونه بلې خواته واړوي او په دې سره ځانونه سپینې کوترې معرفي کړي، خو حقیقت دا دی، چې نه افغانان او نه هم نړیوال نور پر دا ډول تبلیغاتو باور کوي، ټول د دوی دوه مخې لوبې ته متوجه دي او غرب خپله وحشي څېره نور تر دا ډول کاذبو شعارونو او پلو لاندې نه شي پټولی.
په هر صورت، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو او په دې اړه د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو د کاذبو او دوه مخو اندېښنو په اړه لاندې څو ټکو ته اشاره کوم: په پیل کې غواړم دې پوښتنو ته ځواب ولټوم چې ایا ملګري ملتونه او نور نړیوال رښتیا هم زموږ ښځو ته حقونه غواړي؟ څه ډول حقونه ورته غواړي؟ په افغانستان کې رښتیا هم د ښځو حقونه تر پښتو لاندې شوي؟ د ښځو وضعیت همدومره ناوړه دی لکه دوی چې چیغي وهي؟ که په افغانستان کې تېر شل کلن اشغال او په اصطلاح د ملګرو ملتونو خلاص لاس ته وګورو، د دې ټولو پوښتنو ځوابول اسانه دي.
تېر شل کاله اشغالګرو هېوادونو او په اصطلاح ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر نورو جبهو سربېره، د فرهنګي یرغل او د افغانانو د ارزښتونو د مسخه کولو او پر ځای یې د غربي چټلو ارزښتونو د ترویج لپاره دا جبهه هم ډېره ګرمه وساتله او میلیاردونه ډالره یې پرې ولګول.
دوی د ښځو د حقونو په بهانه زموږ یو شمېر خلکو او په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته دوکه ورکړه، د دوی پړوني یې پرې وغورځول، دوی یې د غرب په څېر مختلط چاپېریال ته داخلې کړې، له اندازې او حساب پرته امکانات یې په لاس کې ورکړل، د ګېرل فرېنډ او بای فرېنډ په څېر غربي ارزښتونه یې ورته پيچکاري کړل، له نامحرمو کسانو سره مېله ځایونو، چایخانو او کافي شاپونو ته د تګ زمینه یې ورته برابره کړه، د امن خونو په نوم یې له کوره د دوی فرار او تېښتې ته زمینه برابره کړه، خپل اسلامي او افغاني ارزښتونه یې ورته زاړه، سولېدلي او د دوی په اصطلاح سنتي معرفي کړل او غربي چټلو ارزښتونو ته د تشویق په موخه یې دومره هڅې وکړې، چې ساری یې نه درلود، ان په رڼا ورځ به د غرب په څېر زموږ یو شمېر دوکه شوې خویندې د موډل په څېر لوڅ سر او بې حجابه سړکونو ته راوتلې او په دې ډول یې د غربي ارزښتونو د اظهار هڅه کوله او نور هغه ډول کارونه به ترې اخیستل کېدل، چې دلته یې زه په ویلو شرمېږم او د بیان لپاره یې توري نه لرم.
دا هرڅه تر ښارونو محدود وو، په دغه ډول پروژو میلیونو او آن میلیاردونه ډالر لګول کېدل، خو له ښارونو د باندې بیا وضعیت بل ډول و، هلته پر ښځو او ماشومانو بمباري کېدله، له پوستو او نظامي اډو به پرې د توپونو او هاوانونو ګولۍ ورېدلې، د شپې به پرې چاپې وهل کېدې، په سپیو په داړل کېدلې، د دوی په مخ کې به یې ماشومان، خاوند، ورور او د کورنۍ نور غړي په وحشت سره شهیدانېدل.
هغه مهال د دوی په اصطلاح د ښځو حقونه خوندي وو او خیر و خیرت و، خو نن چې اسلامي نظام راغلی، ښځې ته د انسان په سترګه کتل شوي، هغه حقونه یې خوندي شوي چې اسلام ورکړي، عزت او پت یې له لیلام راګرځول شوی، اوس یې څوک په سپیو نه شي داړلی، اوس افغان ښځه په توپ او هاوان نه لګېږي، په مخ کې یې خپل ماشوم، خاوند، ورور او د کورنۍ نور غړي نه وژل کېږي، افغان مېرمنې ته بېرته خپل لوېدلی پړونی ور پر شوی، په کور کې ناسته ده او خپل معاش او امتیاز ورکول کېږي، افغان مېرمن اوس په ډاده زړه او له جنګ او وېرې پرته د ناروغۍ پر مهال روغتونه ته تللی شي، په بدو کې نه شي ورکول کېدای، څوک یې له میراث نه شي محرومولی، د ولور په نوم یې څوک نه شي خرڅولی، د څو پیسو په مقابل کې یې څوک عزت نه شي لوټلی، دا ورته ښودل شوې چې په اصطلاح امن خونه (!) ستا د عزت د لیلام بازار دی، هلته تاته امن نشته، هلته ستا عزت لوټل کېږي، هغه ځای د فحشا مرکز دی، هلته له تا د وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي، اوس چې د ښځو او نجونو لپاره دغه ټول انساني، اسلامي او افغاني حقونه ورکړل شوي، غرب او په اصطلاح ملګري ملتونه د تمساح اوښکې تویوي چې د افغان مېرمنې حقونه تر پښو لاندې شوي. که دې مسئلې ته لږ غور وکړو، ستونزه به ډېره ژر ومومو، غرب او ملګري ملتونه اصلاً زما او ستا مېرمنې، خور او مور ته هغه حقونه نه غواړي چې انسانیت، اسلام او زموږ ټولنې ورکړي، دوی هغه څه غواړي چې په تېرو شلو کلونو یې کې یې پرې پانګونه کوله.
زه پر خپلو ټولو هغو خویندو او وروڼو غږ کوم چې له دې مسئلې سره له ډېر احتیاطه کار واخلئ، هغه په پښتو کې متل چې وايي: « له مور نه میره ډېره مهربانه نه وي»، لطفاً د غرب او ملګرو ملتونو له خوا د ښځو د حقونو په نوم چیغو او شعارونو ته د شک په سترګه وګورئ، دا په ګوړه کې زهر دي چې راکوي یې، په دې سره زموږ ټولنه رانه پردۍ کوي، دوی زموږ اسلامي، انساني او افغاني ارزښتونه رانه پردي کوي، دوی زموږ ټولنه د فحشا ډنډ ته ټېل وهي، دوی غواړي موږ هغه ځای ته یوسي چې بیا ترې راوتل ناشوني دي، دوی یو ځل بیا غواړي چې زموږ مېرمنې په نشو روږدې شي، تر پله سخته لاندې پرتې وي، عزت یې لیلام وي او په دې سره دوی خپلې موخې ترلاسه کړي.
زما خور، زما مور، زما مېرمن په هغو حقونو کې د خوندیتوب احساس کولی شي، چې زما کامل او شامل دین (اسلام) ورکړي دي.
دغه حقونه د دوی دنیا او آخرت تضمینولی شي، له دې پرته غربي حقونه بیا هغه څه دي چې موږ په تېرو شلو کلونو کې ولیدل او ما یې پورته یادونه وکړه