د بشپړ او ډاډمن امنیت په فضا کې د هېواد په لر او بر کې د عاشورا ورځې نمانځنې لړۍ په داسې حال کې پای ته رسېدلې، چې لله الحمد د هېواد له هېڅ ګوټ څخه د کومې امنیتي پېښې راپور نه لرو.

زموږ اسلامي او ملي امنیتي ځواکونو د سرښندنې او بې سارو هڅو په پایله کې د هېواد په ټولو برخو کې پوره امنیت تامین شوی وو، د هېواد او دین دښمنانو یو شمېر توطیې او دسیسې چې غوښتل یې په دغه ورځو کې زموږ د شیعه هېوادوالو پر مراسمو بریدونه وکړي، مخکې له مخکې شنډ او دوی و نه توانېدل چېخپلو ناوړو او شومو موخو ته ورسېږي.

د محرم ورځو په پیل کې د اسلامي امارت اړوندو ادارو زموږ د شیعه هېوادوالو د مذهبي مراسمو د ډاډمن امنیت د تامین په موخه، د ځانګړو کمېسیونونو په جوړولو سره، چې د شیعه هېوادوالو متنفذینو او علماوو هم یې غړیتوب درلود، یو لړ واقعي، عملي او اغېزناک امنیتي تدابیر تر لاس لاندې ونیول، خو ځېنو کمزورو غرب پلوو کسانو په دې اړه تبصرې کولې، چې ګواکې اسلامي امارت د شیعه هېوادوالو پر مراسمو محدودیتونه وضع کړي او د امنیت د ټینګښت په پلمه نه غواړي چې هغوی خپل مراسم پر ځای کړي.

خو اوس دا ټولو ته ثابته شوه چې د دغو امنیتي تدابیرو د پیل موخه، د شیعه هېوادوالو د مراسمو محدود کول نه، بلکې په رښتیني او مسوولانه توګه د هغوی د سر او مال ساتنه او د دغو مذهبي مراسمو په ډاډمنه فضاء کې ترسره کول وو.

لکه څرنګه چې موږ ټول شاهدان وو، زموږ شیعه هېوادوالو د اسلامي امارت له خوا اعلان شویو او ترلاس لاندې شویو امنیتي تدابیرو سره سم، د هېواد په ټولو برخو کې تر یو موټي او واحد حاکمیت او قیادت لاندې، دغه ورځې په داسې حال کې ولمانځل شوې، چې له هېڅ راز امنیتي پېښو سره مخامخ نه شوې.

په هر صورت دا د دې ښودنه کوي، چې زموږ ولس او خلک تر منځ نفاق او تفرقې نشته، زموږ ټول هېوادوال هغه که شیعه دي او که نور هېوادوال، لکه څرنګه چې د اشغال په وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې برحقې داعیې ته لبیک ویلی وو او په دې برخه کې د اسلامي امارت له ځواکونو سره اوږه په اوږه هر راز سرښندنو او قربانیو ته چمتو وو، ترڅو الله تعالی غربي نیواکګر دلته مات، بریا او فتح زموږ د ولس په برخه کړه، اوس د حکومتوالۍ په ډګر کې هم زموږ ټول مسلمان ولس، په یوه خوله او یو اواز، په یو موټي او متحدانه توګه د اسلامي امارت تر مدبرانه قیادت لاندې خپلې ټولې دیني او دنیوي چارې ترسره کوي او په دې برخه کې ځانونه پوره ژمن بولي.

له بلې خوا، که څه هم بهرنیو او داخلي اسلام دښمنو کړیو د دغو مراسمو د ګډوډولو لپاره پراخې هڅې کړې وې، ترڅو د خپلو شومو پلانونو په پیل سره، زموږ شیعه هېوادوال په وینو کې ولمبوي، خو له دې ټولو سره سره دغه ورځې او مراسم له کومې امنیتي پیښې سره مخ شول، دښمن تر دې مخکې چې خپل ناوړه هدف ته ورسېږي، د اسلامي امارت د سرسپارلو او پر دین مئینو مجاهدینو په لاس ښکار شول؛ د دښمن خونړۍ توطیه شنډه او د هېوادوالو ژوند وژغورل شو.

دغه چاره په خپله دا ثابتوي، چې د هېواد امنیت ډاډمن دی، دلته هېڅ راز توطیې او دسیسې نتیجه نه ورکوي او هېواد د ځېنو دښمنو کړیو د ادعاوو پرخلاف، د تلپاتې ثبات او ټیکاو پر لوري ګامونه اخلي.

د اسلامي امارت مسوولین او مجاهدین لکه څرنګه چې د اشغال پای رسېدلو ته ژمن وو او په دې برخه کې له هېڅ راز سرښندنې او هڅو څخه یې سپما و نه کړه، همداسې خپل ولس ته د خدمت په ډګر کې، هم شپه او ورځ نه پېژني او د خپل مجاهد ولس خدمت او د سر او مال ساتنه، فزیکي او رواني امنیت تامین، خپل مسوولیت او فریضه ګڼي او د دښمنو کړیو، ټولې هڅې او ناوړې ارادې به په نطفه کې خنثا شي او هېواد به د ځان بساینې، پرمختیا او ډاډمن او تلپاتې ثبات پر لور ګړندي ګامونه واخلي، ان شاءالله تعالی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version