د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي افغانستان لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له مشرې، پارک میهیونګ او مل پلاوي سره کتلي.

عامې روغتیا وزارت ویلي، دې کتنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا، د ګډو هوکړو د تطبیق پر څرنګوالي او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه کېدو په موخه هر اړخیزې خبرې شوې.

دواړو لوریو دغه راز د روغتیايي بنسټونو د پیاوړتیا، د روغتیايي مرکزونو د بیارغونې او تجهیز، او د اړوندو روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version