‏د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې پولنډ افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه له یاد وزارت سره د ۴۵۱ زره ډالرو په ارزښت د ۲۷ قلمه درملو، طبي توکو او تغذیې اړوند موادو مرسته کړې.

د یاد وزارت په وینا، دغه مرسته نن (چهارشنبه) کابل ته رسېدلې ده.

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د پولنډ همکارۍ ستایلي او یاده مرسته یې د ناروغانو درملنې لپاره حیاتي بللې ده.

وزارت ډاډ ورکړی، چې یاد درمل او طبي وسایل به د تخنیکي او کنټرول پړاوونو تر بشپړېدو وروسته وکارول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version