د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي د ماشومانو ساتنې نړیوال سازمان د بشري چارو له مشر عبدالرحمن شریف سره کتنه کې ویلي، هڅه کوي چې په تدریجي توګه د هېواد روغتیايي سکټور د ځان بسیاینې لور ته یوسي؛ ترڅو په راتلونکي کې د یو باثباته او پیاوړي روغتیايي سیسټم په درلودلو سره ټولو هېودوالو ته لا معیاري خدمات وړاندې کړو.
ښاغلي جلالي په دې کتنه کې د یاد سازمان د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه کړې او د مرستو په غوره مدیریت او د معیاري خدمتونو په وړاندې کولو یې ټینګار کړی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه کتنه کې د راستنېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو، همکاریو، د مرستو غوره مدیریت، معیاري خدمتونو او اړونده موضوعاتو په تړاو هم خبرې شوې دي.