د عامې روغتیا وزیر، مولوي نورجلال جلالي د هند هېواد په رسمي بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ دې هیواد ته په سفر تللی.

د یاد وزارت ویاند، پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې دا څو ورځنی سفر د دواړو هېوادونو د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو تبادلې او ګډو هڅو د تنظیم په موخه ترسره شوی.

ښاغلی جلالي به په دې سفر کې د هند له بېلابېلو مسؤولینو او په ځانګړې توګه د روغتیا له مسؤولینو سره جلا کتنې ولري.

ټاکل شوې، د عامې روغتیا وزیر په دې سفر کې د افغان روغتیایي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې زمینې برابرولو، افغانستان ته د معیاري درملو او طبي تجهیزاتو پر وارداتو هم خبرې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version