د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د پکتیکا له والي مولوي عبدالخالق عابد سره په لیدنه کې د دغه ولایت د روغتیايي وضعیت او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې په پکتیکا کې د روغتیايي خدمتونو د بهیر او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په اړه بحث شوی دی.
د پکتیکا والي مولوي عبدالخالق عابد د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او پیاوړتیا په برخه کې د عامې روغتیا وزارت د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې ده.
مولوي نور جلال جلالي د وزارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې په ټول هېواد کې د ۳۱۸ ولسوالیو د عمومي روغتونونو د جوړولو لړۍ پیل شوې، چې پکتیکا هم پکې شامله ده او په ولسوالیو کې به یې عمومي روغتونونه جوړ شي.


