د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قطعاتو او سیمهييزو قول اردوګانو ۶۱ تنه ځوان منسوبین، د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړهیيزو ګډو زدهکړو قومندانۍ څخه فارغ شول.
د یادې قومندانۍ د نشراتو آمریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې فارغ شویو منسوبینو ته د درېیو میاشتو په مخه د انجینري، تسهیلاتو د سروې، ډيزاین او همداراز د مخابرې د تکتیک په برخو کې زدهکړې ورکړل شوې دي.
د خبرپاڼې لهمخې، په همدې پار جوړو شویو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړهییزو ګډو زده کړو قومندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي د وینا پر مهال فارغانو ته له وظیفوي غفلت څخه د ځان ساتنې سپارښتنه کړې او زیاته کړې یې ده، چې دوی باید ترلاسه کړې مسلکي زدهکړې په عملي ډګر کې وکاروي او هڅه وکړي چې دا مهارتونه د خپل صف نورو ملګرو ته هم وښيي.
ورته مهال، نويو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې دندې ته بشپړ چمتووالی ښودلی.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت له اړوندو روزنیزو مرکزونو زرګونه منسوبین له پوځي زدهکړو فارغ او د هېواد بېلابېلو برخو کې پر دندو ګومارل شوي دي.