د افغان حکومت رئیسالوزراء، ملا محمد حسن اخوند د مالیزیا له لومړي وزیر داتو محمد انور ابراهیم سره د ټلیفونې اړیکې له لارې پر سیمهییزو بدلونونو او د پاکستان پوځي رژیم او افغانستان پر وروستي وضعيت خبرې کړې دي.
د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، ښاغلي اخند پر ايران د امريکا او صهیونیستي رژیم د يرغل په پايله کې سيمه کې د رامنځته شویو ترينګلتياوو پر زياتوالي اندېښه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د تفاهم او ګډې همکارۍ له لارې د مشکلاتو پر حل باور لري.
هغه د تېر کوچني اختر پر مهال د رد الظلم دفاعي عملیاتو توقف ته په اشارې زیاته کړې، بايد له داسې اقداماتو څخه ډډه وشي چې د ترينګلتياوو د زياتوالي لامل کېږي.
ملا محمد حسن اخند ویلي، د ستونزو د حل لپاره بايد له «حکمت او عقلانيت» څخه کار واخيستل شي.
په ورته مهال د مالیزیا لومړي وزیر د سیمې پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او هيله یې ښودلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتريخوالي لنډمهاله توقف دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد یې هڅې کوي چې له دواړو لوریو سره په تفاهم په دې برخه کې مثبت رول ولوبوي.
