د ملي دفاع وزارت وایي، د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۲۳۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د جګړه‌ییز ملاتړ او عمومي خدمتونو ښوونځي له بېلابېلو مسلکي څانګو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

د یاد وزارت په وینا، یادو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندان، مولوي نصیب الله مدني یادو فارغانو ته د وینا پر مهال ویلي: «پوځیان باید فکري او مسلکي زده کړو ته پاملرنه وکړي، ځکه یوازې ښه روزل شوي ځواکونه کولی شي د هر ډول شرایطو پر وړاندې مقابله وکړي او بریا خپله کړي.»

بل خوا فارغ شویو منسوبینو ډاډ ورکړی چې، د ترلاسه کړو مسلکي زده کړو پر مټ به د هېواد له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او اسلامي ارزښتونو څخه ساتنه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version