‏د عدلیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د ياد وزارت سرپرست وزير شیخ عبدالحکیم شرعي نن شنبه د سن پټرزبرګ نړیوال حقوقي فورم په ۱۳مه غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته په سفر روان شو.

د سرچينې په خبره، په دې غونډه کې به د ګڼ شمېر هېوادونو د عدلیې وزیران او قضايي او حقوقي چارواکي ګډون وکړي.

د معلوماتو له مخې، ښاغلی شرعي به په یاده غونډه کې د قوانینو پر څرنګوالي، نړیوالو قوانینو کې د اصلاح پر اړتیا، د عدالت پر تأمین او د نړیوال تعامل په برخه کې د سرپرست حکومت پر دریځ خبرې وکړي.

ياده دې وي، چې د نړيوالې حقوقي مجمع دغه درې ورځنۍ غونډه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پیلېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version