الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی، چې د یو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې په یوې غونډه کې پر غزه د صهیونیستي رژیم بریدونه غندلي او د جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.
د خبر له مخې، د دغو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې د کلابندۍ پر ژر تر ژره ختمېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له قید او شرط پرته باید غزې ته بشري مرستې ولېږدول شي.
د یادونې ده، چې له تېرو څه باندې دریو میاشتو راهیسې غزه د صهیونیستي رژیم لهخوا محاصره ده چې ورسره د سلګونه زره فلسطینیانو ژوند د قحطۍ او ړندو بمباریو له امله تر جدي ګواښ لاندې دی.