د عربي هېوادونو مشرانو تېره ورځ (سه شنبه) د مصر په پلازمېنه قاهره کې د یوې بېړنۍ غونډې په ترڅ کې د غزې تړانګې بیا رغونې لپاره د مصر طرحه تصویب کړې ده.

د راپورونو له مخې، دغه طرحه درې پړاوونه لري، چې لومړی پړاو یې شپږ میاشتې او دویم پړوا یې دوه کاله دوام کوي، چې په‌کې د وېجاړیو پاکول، د موقتي کورونو جوړول او د نیمه‌ویجاړو کورونو بیارغونه شامل دي. د دغې طرحې درېیمه مرحله چې دوه‌نیم کاله دوام کوي، په‌کې د غزې د ټولو اوسېدونکو لپاره د کورونو جوړول، د صنعتي زون د لومړۍ برخې جوړول، د سوداګریزو بندرونو جوړول، د هوایي ډګر جوړول او نور عامه خدمتونه شامل دي. په دې طرحه کې د غزې د بیارغونې لګښت ۵۳ میلیارده ډالر اټکل شوی دی.

تر اوسه په‌دې هکله څه نه‌دي ویل شوي چې د غزې بیا رغونې لپاره به کوم هېواد څومره مالي او نورې مرستې کوي، خو ویل شوي چې د دې لپاره به یو نوی وجهي صندوق جوړېږي، چې ددې پروژې لپاره د بسپنه ورکوونکو هېوادونو او مالي ادارو څخه تر لاسه شوې پیسې به په‌کې خوندي کېږي.

راپورونه وایي، چې دا د غزې تړانګې لپاره چې د صهیونیست رژیم په هوایي بمباریو او چاودونو کې یې ډېره برخه ویجاړه شوې، د ټرمپ د هغې طرحې بدیل دی چې ویلي یې و، دا تړانګه به ونیسي، وبه یې رغوي او اوسېدونکي به یې په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version