د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د عمان د سلطان هيثم بن طارق آل سعيد د کوچني اختر په مناسبت د صادر شوي ځانګړي فرمان پر بنسټ، ۹ تنه افغان بنديان خوشې شوي دي.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، له خوشې شویو کسانو څخه ۶ تنه د اړوندو ادارو تر همغږۍ وروسته هېواد ته راستانه شوي، او پاتې ۳ تنه به هم ډېر ژر راستانه شي.

بهرنیو چارو وزارت د عمان د سلطنت دا اقدام ستایلی او د لا زیاتو همکاریو او دوستانه اړیکو هیله یې څرګنده کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version