هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شوو ځمکو د بېرته را گرځولو تخنیکي پلاوي په دغه ولایت کې د لسگونه جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نیولې ده.

یاد پلاوي ویلي، په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شوو ځمکو د بېرته راگرځولو تخنیکي پلاوي له خوا د دې ولایت په واشېر، باباجي او مارجې ولسوالیو کې د لسگونه جریبه دولتي ځمکو د غصب مخه نیولې ده.

یاد پلاوي ویلي، تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو دولتي ځمکو د غصب مخنیوی یې کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شوو ځمکو د‌ بېرته گرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق روان دی.

د جمهوریت پر مهال د هېواد په ډېرو ولایتونو کې زرگونه جریبه دولتي ځمکې د زورواکو، چارواکو، قومندانانو او نورو له لوري غصب شوې وې، چې اوسمهال یې د بېرته راگرځولو په موخه په بېلابېلو ولایتونو کې عملیات روان دي او هره ورځ سلگونه جریبه غصب شوې ځمکه بېرته له غاصیبونو راگرځول کېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version