راپورونه وایي، د غزې تړانکې په رفح ښار کې د فلسطیني ځواکونو او صهیونیستي اشغالګرو ترمنځ سختې نښتې شوي.

تسنیم خبري اژانس د عبري سرچینو له قوله ویلي، چې یو شمېر فلسطیني ځواکونه له یوه تونل څخه راوتلي او پر صهیونیستي عسکرو یې برید کړی دی.

دې برید کې لږ تر لږه څلور صهیونیستي پوځيان ټپیان شوي دي.

ویل شوي، د یاد رژیم پوځي چورلکو د غزې رفح سیمه کې بېړنۍ ناستې هم کړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version