یو شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د جون پر ۸ مه د غزې مرکز “النصیرات” باندې د اسرائیلي اشغالګرو هوایي برید کې شاوخوا ۲۱۰ تنه فلسطینیان وژل شوي او ۴۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

په مصر کې د “الازهر” د اسلامي علومو مرکز په النصیرات باندې د اسرائیلي اشغالګرو هوایي برید په غبرګون کې د دوی دغه برید ” غیر انساني او وحشیانه جرم” بللی دی.

یاد مرکز په یوې خپره کې اعلامیه کې ویلي، چې په النصیرات باندې د اسرائیلي تروریستانو وحشیانه او وژوونکی برید د ځمکې پرمخ سخت ورانی رامنځ ته کړی او دغلته یې نسل وژنه کړې ده.

د حماس د پوځي څانګې ویاند ابو عبیده ویلي، چې په النصیرات د اسرائیلي اشغالګرو په هوایي برید کې څو اسیر شوي اسرائیليان هم وژل شوي دي.

ابو عبیده د جون په ۸ مه د شنبې شپه په خپل پیغام کې ویلي، چې اسرائیلي اشغالګر توانیدلي، چې خپل څو تنه اسیر شوي اسرائیلیان ازاد هم کړي.

د حماس د پوځي څانګې ویاند په النصیرات د اسرائیلو هوایي برید “جنګي جنایت” بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دې برید لومړني وژل شوي کسان اسیر شوي اسرائیلین و.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلی پوځیانو اعلان کړی و، چې په النصیرات کې یې څلور اسیر شوي اسرائیلیان له حماس څخه ژغورلې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version