یو شمېر رسنیو د ماشومانو د ساتنې د ادارو په حواله خبر ورکړی، چې په غزې د جګړې له پیله تر دې مهاله ۲۱ زره ماشومان نا درکه شوې دي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې دغه ۲۱ زره ماشومان په جګړه کې تر خاورو لاندې شوي، نیول شوي او یا هم له خپلو کورنیو څخه جلا شوې دي.

یاد سازمان ویلي، هغه ماشومان چې له خپلو کورنیو څخه نا درکه شوي دي، بیړنۍ ساتنې ته اړتیا لري.

له دې وړاندې یو شمېر رسنیو د فلسطین د پوهنې وزارت په حواله راپور ورکړی و، چې په غزې تړانګې کې د اسرائیلو د یرغل له پیله تر دې وخته ۸ زره زده کوونکي شهیدان شوي او ۱۲ زره نور ټپیان شوي دي.

د فلسطین د پوهنې وزارت ویاند “صادق الخضور” ویلي، چې د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې ۳۵۰ تنه ښوونکي هم شهیدان شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version