یو شمېر رسنیو خبر ورکړی، چې چارلس براون اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې حزب الله سره جګړه خطرناکه ده.

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال “چارلس براون” اسرائیلو ته خبرداری ورکړی، چې حزب الله سره پوځي مخامخ کېدل؛ جګړې ته د ایران د رابللو په مانا ده او باید مخنیوی یې وشي.

نوموړي حزب الله سره جګړه خطرناکه بللې، زیاته کړې یې ده، چې ښايي امریکایي ځواکونه بیا د دغې جګړې په کابو کولو کې مرسته ونه شي کړای.

وروسته له هغې د حزب الله او اسرائیلو تر منځ د جګړې لمن د پراخېدو په اړه راپورونه خپاره شول، چې اسرائیلي الوتکو د لبنان په سویل کې ځینې موخې په نښه کړې او د حزب الله یو جنګیالی یې و واژه؛ ویل کیږي، چې دغه جنګیالی په “جواییه” سیمه کې د دې ډلې د عملیاتو قومندان و، حزب الله هم د نوموړي وژل کېدل منلي دي.

اخوا د حزب الله مشر “سید حسن نصرالله” د تېرې چهارشنبې په ورځ ګواښ کړی و، چې د جګړې په صورت کې به په اسرائیل کې هیڅ ځای خوندي پاتې نشي او ان قبرس او د مدیترانې نورې برخې به هم له خطر سره مخامخ شي.

پر غزې تړانګې د اسرائیلو د یرغل را پدیخوا حزب الله له خپل فلسطیني متحد حماس سره د همکارۍ د څرګندولو لپاره پر اسرائیلو توغنديز بریدونه کوي، چې په اسرائیل کې یې په لسګونو زره کسان د کورونو پریښودو ته اړ کړي دي.

اسرائیل هم د حزب الله د ځپلو لپاره د لبنان په ځینو سیمو وخت نا وخته بریدونه کوي، چې له امله یې ګڼ شمیر لبنانیانو خپل استوګنځي پريښي او نورو سیمو ته ګډوال شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version