د انډیپنډنټ ورځپاڼې د راپور له مخې د صهیونیستي رژیم د امنیتی کابینې له خوا د غزې ښار د بشپړ اشغال لپاره د نتنیاهو د طرحې له تصویبیدو وروسته ترکیې، چین، انګلستان او ملګرو ملتونو اندیښنه څرګنده کړې او د دغې طرحې د نه عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.
سرچینې د فرانسې اژانس په حواله لیکلي، چین نن (جمعه) د غزې ښار د اشغالولو لپاره د صهیونیستی رژیم د پلان په اړه «جدي اندیښنه» څرګنده کړې او پر یاد رژیم یې غږ کړی چې سمدستي خپل “خطرناک عمل” ودروي.
ورته مهال د ترکیې بهرنیو چارو وزارت دغه پلان سولې او ټیکاو ته ګواښ بللی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې د عملي کېدو د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د دې پرېکړې موخه د فلسطینیانو جبري بې ځایه کول دي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د دغه پلان د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې او دا یې د عدالت د نړیوالې محکمې له حکم سره په ټکر کې بللی دی.
له بلې خوا د بریټانیې لومړی وزیر کییر سټارمر د جمعې په سهار د غزې په اړه د صهیونیستي رژیم طرحه تېروتنه بللې او له صهیونیستي رژیم یې غوښتي چې له سره پرې غور وکړي.
د سټارمر په وینا، د دې پروسې دوام به یوازې د وینې تویېدنې لامل شي او غزه کې د اوربند، د بشري مرستو زیاتوالی او دوه دولتي حللاره به ستونزمنه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د صهیونیستي رژیم کابینې تیره شپه د یوې غونډې په ترڅ کښې د غزې ښار د بشپړ اشغال پلان تصویب کړ.