د پاکستاني طالبانو او پوځ ترمنځ د نښتو په دوام تازه سیمه‌ییزو سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پاکستاني پوځیان له عامه ملکیتونو د سنګر په توګه کار اخلي.

دوی زیاتوي، چې پاکستاني پوځیان د جګړې په ډګر کې له ماتېدو وروسته وخت ناوخت د عامو خلکو پر کورونو د درنو وسلو ډزې هم کوي، چې له امله یې خلکو ته په ځاني زیان سربېره درانه مالي زیانونه اوړي.

د دوی په خبره، پاکستاني پوځیان ټي‌ټي‌پي تورنوي چې ملکي خلک د سپر په توګه کاروي؛ خو رښتیا دا دي چې پوځ خپله د نښتو پر مهال د ملکي خلکو له کورونو استفاده کوي.

د یادونې ده، چې د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د عملیاتو د پیل خبر ورکړی؛ خو تر دې مهاله یې د سیمې د خلکو دې ادعا ته یې کوم غبرګون نه‌دی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version