د هندوکش غږ موندنې ښيي، چې نن غرمه شاوخوا يوه نيمه بجه د غور ولايت په مرکز فيروز کوه ښار کې د ولايت مقام ودانۍ څنګ ته د يوه کس له لوري لاسي بم غورځول شوی، چې په پایله کې یې يوه ماشومه انجلۍ سطحي ټپې شوې او بريدګر د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی.
وروسته له هغه چې دا پېښه مغرضو رسنيو د يوه لوی بريد په توګه تبليغ کړه د شر او فساد دوه جبهو له يوه بل سره په تناقض واقع کېدو او وارخطايي د دې پېښې پړه ومنله.
په ایکس کې د متحدې جبهې په نوم يوه ادرس د پېښې د پړې اخيستو اعلان وکړ او د غور د والي د ټپي کیدو او درنې مرګژوبلې درواغجنه ادعا یې کړې.
له دې وروسته هممهاله د ملي بسيج په نوم د شر او فساد ډلو يوې بلې جبهې هم پړه په غاړه اخيستې او دا ناکامه او جعلي هڅه یې د يوه لوی بريد په توګه تبليغ کړې ده.
د شر او فساد جبهې چې تر بېلابېلو نومونو لاندې رسنيز تبليغ پر مخ وړي، ډېر کله له وارخطايي او د خپل عملي فعاليت د ښودلو لپاره د ځينو طبيعي پېښو پړې هم پر غاړه اخيستي.


