هندوکشغږ ته د رسېدلو مؤثقو معلوماتو پر بنسټ، په تېرو څو مياشتو کې د پاکستاني پوځ له مرکزي قوماندانۍ، يوه وزارت او يوه جلا استخباراتي واحد څخه په منظم ډول د شر او فساد له بېلابېلو لوړ پوړو او منځنۍ کچې مسؤلينو، مطبوعاتي فعالانو او ټيمونو سره د ملاتړ او هڅونې لپاره پرله پسې اړيکې نيولې دي او د لاندې مواردو په اړه یې د دوه جانبه همکاريو لپاره چمتووالی ښودلی:
۱: د شر او فساد قوماندانان، د منځنۍ کچې مسؤلين او نور افراد به د سيمې او نورو هېوادونو څخه پاکستان ته انتقال او هلته به په پوځي کمپونو کې روزنه ورکول کېږي.
۲: د پاکستاني پوځ د عمومي قوماندانۍ، يوه وزارت او استخباراتي واحدونو ټول رسمي او غیر رسمي تبلیغاتي ادرسونه به د شر او فساد ډلو په اړه مثبت تبليغات کوي او د دوی غوښتنې به په غير مستقيم ډول منعکسوي.
۳: د شر او فساد غړي به په چترال او نورو سيمو کې کمپونو ته انتقال او بيا به دوی ته لاره ورکوي، چې له فرضي کرښې د افغانستان لوري ته په وسلو سمبال لېږل کېږي، څو شر او فساد سيمې ونيسي او د پوځي رژیم موخې تحقق کړي.
د شر او فساد له ډلې مقاومت جبهې، آزادۍ جبهې او ځينو مطبوعاتي ټيمونو ورسره منلې وه، چې د دوی به د دغه مواردو مطابق پر مخ ځي او سيمې به تر کنټرول لاندې راولي.
له څو مياشتو هڅو وروسته چې د شر او فساد دفترونه، ځينې مسؤلين او غولول شوي غړي پاکستان ته انتقال شول، سملاسي پوځي رژیم په دروغو او لافو تشویش او له سنجش پرته له ډيورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته را ولېږل، چې بالاخره لسګونه غړي یې ووژل شول، ګڼ شمېر یې ټپيان، لسګونه تنه یې اسیران او پاتې کسان بيرته وتښتېدل.
بلاخره د پوځي رژیم د کاذبو تبليغاتو او بې ځايه تشويق يوازينۍ ګټه د پاور بانک جبهې(تش په نوم ازادۍ جبهې) کشرانو او غوليدلو غړو ته همدا وه، چې دوی يې د افغان حکومت په ځواکونو ووژل او ګڼ شمېر یې اسيران کړل.


