د راپورونو له مخې، تېره ورځ شنبه د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ په چراغ‌پایه کلي کې د برف کوچ (واورې ښویېدو) له کبله دوه تنه مړه شوي دي.

راپورونه وایي، ځایي امنیتي ځواکونو او د سیمې خلکو د قربانیانو جسدونه له واورې را ایستلي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه سیمه هر کال د ژمي په موسم کې د سختو واورو او طبیعي پېښو شاهده وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version