له ۲۰۰۱م کال وروسته چې په افغانستان کې د امريکا او متحدينو تر ملاتړ لاندې جمهوري نظام جوړ شو، له پیله د داخلي تضادونو، سیاسي انحصار او د واک پر سر د تعصباتو ښکار شو. یو له هغو مهمو څهرو څخه چې د جمهوريت پر مهال يې تر ټولو زیات قومي او ژبنیو توپيرونو ته لمن وهل، امرالله صالح و.

امرالله صالح د شمالي ټلوالې یو مهم غړی و، چې د احمدشاه مسعود تر وژل کېدو وروسته یې ځان د هغه فکري او سیاسي وارث باله. د شمال ټلوالې سیاستونو له پیله د قومونو پر ضد یو ډول تُندي لرل او دا دریځ د امرالله صالح په سیاسي بیانونو، لیکنو او امنیتي تګلارو کې هم تکراراً منعکس کېده.

په پرځیدلي جمهوري نظام کې د ملي امنيت د مشرۍ پر مهال امرالله صالح یو شمېر هغه پاليسۍ تعقیب کړې چې دا په څرګنده ترې جوتېدل چې د ده اداره يواځې د مشخصو قومونو پر ضد دریځ نيسي او د ترهګرۍ په نوم زیات تمرکز د همدې قومونو پر سیمو، تعلیمي مراکزو او شخصیتونو کوي او له همدې لارې د تعصب لمبو ته پوکي ورکوي.

د قومونو له سپکاوي نېولې تر شکنجو، وژنو او اختطافونو پوري ټولې هغه کړنې وې، چې امرالله صالح د تعصب خپرولو او واک ساتلو لپاره کارولې، هغه غوښتل چې قومونه بدنام معرفي کړي او د دې لپاره يې آن بهرني اشخاص هم ترور کول، چې ښه بېلګه يې په ننګرهار کې د جاپاني انجنير « تيتسو ناکامورا» په نښه کول وو.

امرالله صالح چې د بهرنيو استخباراتي کړيو يوه پیچلې پروژه وه/ده، همېشه يې د خپل واک ساتلو او ځان مطرح ښودلو په خاطر د خلکو تر منځ د وينې بهېدنې او اختلافاتو رامنځ ته کولو ته کار ويلی دی، د پرځېدلي جمهوريت پر مهال په کابل پوهنتون باندې برید او د لسګونه محصلينو مرګ ژوبله د دې هر څه ښکاره بېلګه کېدلی شي.

د تعصب او واک دا لېونی اوس هم په همدې هڅه کې دی، چې څنګه خلک اختلاف ته را وبولي او د خپلو ګټو لپاره د خلکو اولادونه د جګړې اور او وېروونکي انجام ته ورټېل وهي، په داسي حال کې چې دی خپله هم د يوې لارې لاروی نه دی پاتې شوی، د پرون د ملي وحدت ماتوونکی او د نن د جګړې او مخالفت له ادرسه ملي وحدت ته رابلونکی، پرون په مقاومت خيالي جبهې پورې ټال او نن د زرغون بهیر نغاره وهونکی دی.

یادؤنه: په هندوکش‌ غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌ غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version