ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۱۱/۷ ھ ق.
– [ ] افغانستان:
۱_پنجشېر کې د یو میلیون او ۶۵۰ زره ډالرو په ارزښت د لسګونه پراختیایي پروژو چارې پیل شوې.
۲_له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره: کندهار کې ۶۵۵ کړۍ مایـنونه او ناچاودېدونکي توکي کشف او خنثی کړای شول.
۳_پنجشېر کې د نشهيي توکو یو پلورونکی نیول شوی او ۱۶ روږدي د درملنې په موخه روغتون ته پېژندل شوي.
۴_روسي پانګوالو د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
۵_نورستان کې د دوو قومونو ترمنځ پخوانۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه.
۶_د کابل–جلالاباد لویې لارې اصلي مسير د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو.
– [ ] سیمه:
۱_د ايران د بهرنيو چارو وزارت: د اسرائيلو پر وړاندې د حوثيانو اقدام د هغوی خپلواکه پرېکړه ده موږ پکې کار نه لرو.
۲_د پاکستاني طالبانو د بریدونو دوام؛ ټانک کې دوه پوځیان ژوندي نیول شوي او بنو کې بیا یو پولیس په هلاکت رسېدلی.
۳_پر پاکستاني پوځ د طالبانو بریدونه؛ شمالي وزیرستان او ټانک کې ۲۰ پوځیان هلاک او ټپیان شوي.
– [ ] نړۍ:
۱_د القاعدې تنظیم د پوځي څانګې ځواکونو د مالي پوځ پر موټر بمي برید کړی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.