د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون نن پنجشنبه د اروپایي ټولنې په سر مشریزه کې د وینا پر مهال ویلي؛ «اروپا باید خپل امنیت د تل لپاره امریکا ته پرې نهږدي او ژر تر ژره په امنیتي برخه کې خپله خپلواکي تر لاسه کړي»
مکرون په خپله وینا کې د امریکا په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ بري ته په اشارې ویلي: « هغه د امریکا د خلکو له ګټو دفاع کوي او اروپايي ټولنه باید خپل داخلي امنیت د تل لپاره امریکا ته پرې نهږدي.»
د یادونې وړ ده چې ټرمپ په ټاکنیزو کمپاینونو کې ویلي و چې، امریکا به د نړۍ په نورو برخو کې له ښکېلتیا وباسي او د امریکا داخلي چارو ته به جدي پام کوي.