د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د فراه د کج‌صمد لوی بند چې لګښت یې شاوخوا ۲ ميليارد افغانۍ اټکل شوی د جوړېدو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، کج‌صمد بند به شاوخوا ۵۶ متره لوړوالی ولري او د ۱۴۰ میلیونه متره مکعب اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري.

د بند د جوړېدو په لړ کې به زرګونو کارګرو ته د کار زمینه برابره شي او د پروژې تر بشپړېدو وروسته به ۱۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه هم خړوب شي.

د يادونې وړ ده چې په همدې فراه ولايت کې د بخش اباد ستر بند کارونه هم په چټکۍ د بشپړېدو لوري ته روان دي چې د دواړو بندونو په جوړېدو به د اوبو د مهار، د برښنا تامين او د کرنيزو ځمکو په خړوبولو کې مهم رول ولوبوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version