د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په حضور کې د کانونو او پټرولیم وزارت او د یوه خصوصي شرکت ترمنځ د لوګر سیمنټو‏ تولیدي کارخونې تړون لاسلیک شو.

دغه کارخونه د لوګر ولایت په التمور سیمه کې موقعیت لري چې خصوصي شرکت به یې د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۴۵ میلیون ډالر پانګونه کوي او په ورځني ډول به د ۲۵۰۰ ټنه سیمنټو د تولید ظرفیت ولري.

اقتصادي معاونیت زیاته کړې: «د اسلامي امارت په راتګ سره د کانونو او پټرولیم وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ‏ د سیمنټو د څلورو سترو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي، چې شاوخوا ۶۲۳ میلیون ډالره پانګونې په‌کې کېږي او اوسمهال یې کارونه په چټکۍ سره روان دي.»

ځواب پریږدئ

Exit mobile version