الجزیرې راپور ورکړی، او د اسرائیل پارلمان (کنیسټ) د لومړي وزیر نتنیاهو او ۶۲ غړو په ملاتړ یو داسې قانون تصویب کړی، چې له مخې به یې د اسرائیلیانو په وژنو کې ښکېل فلسطینیان اعدامیږي.

سرچينې ويلي، عربي او اروپايي هېوادونو او د بښنې نړیوال سازمان دا اقدام په کلکه غندلی او د نړیوالو قوانینو ښکاره سپکاوی یې بللی دی.

بلخوا، حماس او د فلطسین جهادي غورځنګونو ویلي، اسرائیل غواړي په دې پرېکړې سره خپلو پخوانیو جنایتونو ته قانوني بڼه ورکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version