د قرغیزستان ولسمشر صدر جباروف د ترکیې له ملي راډيو ټلويزيون TRT سره په مرکه کې د امریکا او اروپايي هېوادونو له مشرانو غوښتي چې، د افغانستان د خلکو د ژوند نازک وضعیت درک کړي او اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

جباروف همدا راز په مرکه کې، په نړيواله کچه د افغانستان د بشري او سیاسي ننګونو د حل پر اهمیت ټینګار وکړ.

په مرکه کې همدا راز جباروف د هېواد د وضعیت د ښه‌والي او د خلکو د هوساینې لپاره د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زېرمو د ازادولو غوښتنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version