د العربيه رسنۍ د راپور له مخې په سوریه کې د بشار الاسد رژیم نسکوریدو ډېرې دردناکې کيسې او انساني غميزې رابرسېره کړې، چې له هغې ډلې يوه د دیرالاحمر ښار د لبناني تبعه “کلود حنا لشيع الخوري” دردناکه کيسه ده چې د بشارالاسد او د هغه د پلار د رژيم په مختلفو زندانو کې یې له له نږدې څلویښتو کلونو شکنجو او تعذيبونو وروسته په يوه روغتون کې پېژندنه وشوه.

د دې لبناني تبعه په څېره چې د اویایمې لسیزې په وروستیو کې د لبنان په پوځ کې سرتېری و، د وحشیانه شکنجې اغیزې په څرګنده توګه لیدل کیږي.

العربيه رسنۍ همدا راز ليکي دې لبناني تبعه د خپل ژوند 40 کاله د بشار الاسد او د هغه د پلار د رژيم په ډاروونکو او وحشي زندانونو کې تیر کړي، او د وحشیانه شکنجې له امله یې خپله یوه سترګه هم له لاسه ورکړې او دغه راز یې په مخ او ټول بدن د شکنجې نښې لیدل کېږي.

د العربيه راپور زياتوي چې کلود حنا لشيع الخوری د تحريرالشام غورځنګ ځواکونو له لوري د سوریې په یوه پوځي روغتون کې پیژندل شوی او خوشې شوی دی.

د يادونې وړ ده چې د بشارالاسد دکتاتور رژيم له لوري د «صيدنايا» زندان په څېر لسګونه پټ او ښکاره د شکنجې زندانونه جوړ شوي وو او په لکونه بې ګناه مسلمانان پکې بنديان او شکنجه کېدل.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version