د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د قطر سره میاشت پکتیا کې د راستنو شویو، بې‌ځایه شویو او اړمنو کورنیو لپاره لسګونه کورونه جوړوي.

د یاد وزارت په وینا؛ د قطر سرې میاشتې ادارې او د کډالو وزارت مسئولینو په همدې تړاو تخنیکي غونډه کړې او د یادو کورونو د جوړېدو په څرنګوالي، کیفیت او معیاريتوب یې خبرې کړې دي.

د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له بیاځل رسېدو وروسته قطر له افغانسان سره په روغتیا، بیارغنوې او نورو بېلابېلو برخو کې همکارۍ کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version