دو شنبه / د وري ۱۳ مه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د لرغون پېژندنې ریاست مسولین وایي، چې د قوش تیپې کانال په مسیر په بلخ او جوزجان ولایتونو کې ۵۸ لرغونې سیمې تثبیت کړي دي.

د لرغون پیژندې رئیس ذبیح الله سادات وایي: “د دې رياست مسلکي پلاوي بلخ او جوزجان ولايتونو ته د سفر په ترڅ کې د بلخ ولايت د کلدار، دولت آباد، نهر شاهي او چاهي ولسواليو او د جوزجان ولايت د مرديان او آقچې ولسواليو کې د قوش تيپې کانال پر مسير ۵۸ لرغونې سيمې تثبیت کړي دي”.

د نوموړي په وينا؛ د سروې کارونه د کانال له صفري نقطې شروع شول، چې د کانال په اوږدوالي په ۱۲۸ کيلومترۍ او په عرض يې د سيمې د جغرافيوي موقعيت، نوعيت او څرنګوالي او د کانال د دواړو اړخونو په اراضۍ سره ادامه درلوده، چې په ياده فاصله کې د کلدار، نهرشاهي، دولت آباد او چاهي ولسواليو اړوندو سيمو کې ۵۵ لرغونې سيمې تثبیت شوې.

ښاغلي سادات زياته کړه؛ د ملي پراختيا شرکت د پلان له مخې په دویمه مرحله کې د ياد کانال د دويمې برخې د کيندنې چارې له ۱۰۸ کيلومترۍ څخه شروع او په ۲۰۸ کيلومترۍ خلاصيږي، چې د همدې شرکت په لارښوونه به يې له پلان او نقشې سره سمې چارې مخته ځي.

هغه وایي، چې د بلخ ولايت د چاهي ولسوالۍ یوه برخه او پاتې يې د جوزجان ولايت په مرديان، خانقاه، آقچه او دوکوه ولسواليو کې کيندل کيږي، د ياد شرکت په غوښتنه د لرغون پېژندنې مسلکي هیئت د سروې په نتيجه کې په یادو ولسواليو کې هم ۳ لرغونې سيمې تثبیت شوي دي، چې د قوش تيپې کانال په مسير تر دې دمه د ټولو پېژندل شويو لرغونو سيمو شمېر ۵۸ ته رسيږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version