دو شنبه/ د وري ۱۳ مه د ننګرهار ولایت د کانال ریاست مسؤلین وایي، چې د ننګرهار ولایت په څلورګونو فارمونو پر ۲۲ زره ۲۹۲ جریبه ځمکه باندې سږ کال غنم کرل شوي دي.

د یاد ریاست رئیس وایي، چې د کانال پر ځمکو د کښت کېدونکو غنمو له امله به دغه ولایت په راتلونکو درېیو کلونو کې به ځان بساینې ته ورسېږي او د دغه ولایت اړتیا به پوره شي.

کانال ریاست د دې ترڅنګ د کرنې میکانیزه کولو لپاره په خپلو امکاناتو او همدارنګه د اجاره لرونکو او کرنیزو شرکتونو سره په همکارۍ نږدې ۸ زره جریبه ځمکې باندې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کښت کړي، چې د اټکل له مخې به ترې له اووه نیمو څخه تر اته زره ټنو پورې غنم ترلاسه شي.

د کانال پر ځمکو د غنمو کروندګر هم د اصلاح شوي تخمونو له امله خپلو حاصلاتو ته خوښ او هیله مند دي.

جلال آباد ښار کې د غله جاتو پلورونکي هم د غنمو د بازار ښه کېدو له امله خوښ دي او وایي، چې د ننګرهار د کانال ځمکو باندې غنمو ښه پایله ورکړې او نږدې راتلونکي کې به دغه ولایت د غنمو له پلوه خود کفایۍ ته ورسیږي.

ننګرهار کانال ریاست ۱۱ زره ۳۰۰ هکتاره ځمکه لري، چې د مسوولینو په وینا ۹۰ سلنه ځمکه یې د کښت او پاتې لس سلنه یې د صنعتي چارو لپاره عملاً برابره کړې ده.

د ننګرهار کانال ریاست ځمکو باندې د غنمو ترڅنګ زیتون، ستروس، شولې، ګني، جوار، خټکي، هندواڼې، حبوبات او نور صنعتي نباتات کرل کیږي.

په دې وروستیو کې د افغان حکومت د خود کفایۍ په موخه زراعتي برخو ته پاملرنه زیاته کړې او نږدې هر ولایت کې یې شاړې ځمکې ابادې کړې او کښت ته اماده شوې دي.

د دې ترڅنګ یې خصوصي پانګوالو ته هم د باغدارۍ او زمیندارۍ په موخه ځمکې په قرارداد ورکړي، څو هغه شاړې ځمکې، چې تر دې مهاله ترې ګټه نه ده پورته شوې، هغه ابادې او د کښت لپاره اماده شي.

يو شمېر هېوادوال د دغو اقداماتو هرکلی کوي او وایي، چې دا یو ښه لاسته راوړنه ده، دوی وایي چې د دې سره شاړې ځمکې اباديږي د کار و بار زمینه برابریږي او ترڅنګ یې قرار قرار د نورو هېوادونو له احتیاجه خلاصېږو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version