د ملي پراختیايي شرکت وايي، د قوش تیپې کانال پروژې د دویم فاز ترڅنګ به شپږ لوی پلونه هم جوړ کړي.

د قوش تپې د کانال د پروژې د مسوول په وينا، دغه پلونه به د هغو ولسواليو او کليو د نښلولو په موخه جوړ شي، چې دغه کانال ترې تېرېږي.

 دا مهال د ملي پراختیا شرکت د قوش تېپې کانال د لومړي فاز په مسیر کې دوه لوی پلونه ګټې اخیستنې ته سپارلي دي.

له دغو پلونو  یو د ترمز-مزارشریف ریل پټلۍ سره نښلوي او بل یې د مزار شریف-حیرتان پر لویه لاره د لویو او کوچنیو موټرو د تګ راتګ لپاره جوړ شوی او لوی اقتصادي اهمیت لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version