د ډیورنډ فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ هغه نږدې ۲۶۴۰ کیلو متره اوږده پوله ده چې لا تر اوسه پورې نه خو هم د افغانستان د حکومت لخوا او نه هم د کرښې په دواړو خواوو کې د میشتو قومونو له خوا منل شوې.

د ډیورند فرضي کرښې تړون د ۱۸۹۳ز کال څخه راوروسته د بریتانوي هند د حکومت او د افغان امیر یعنې امیر عبدالرحمن خان لخوا په خپلو سیمو کې د محدودیتونو د اغیز د لرې کولو لپاره ترسره شو؛ چې بیا وروسته په هماغه وخت کې دا کرښه د هېنري مورټیمر ډیورنډ د بریتانوي هند د بهرنیو چارو وزات د مرستیال په نوم ونومول شوه.

دغه په یوه پاڼه کې لیکل شوی تړون چې ۷ لنډې مادې یې درلودلې د امیر عبدالرحمن خان او هېنري مورټېمر ډيورنډ لخوا لاسلیک شوه؛ چې د دې تړونلیک له شرطونو سره سم به د برتانوي هند حکومت هیڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له دغي ليکي نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې لاسوهنه ونه کړي، او امير به هيڅ کله هم په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوا د برتانوي هند په لور پرتي دې لاسوهنه ونه کړي.

د 1894 ز کال څخه راوروسته افغان-انگلیس په گډه د نښې ایښودنې سروې پیل کړه چې کابو ۲۶۴۰ کیلومتره اوږده کرښه یې رانغاښتله چې په پایله کې د ډیورنډ کرښې د سترې لوبې یو خپلواکه سیمه د انگلستان او روسيه په گټه رامنځ ته کړه او یو ولس یې په دوو برخو وویشه.

د ډیورینډ فرضي کرښې په تړاو د افغان واکمنانو غبرګونونه:د محمد ظاهر شاه واکمني:د محمد ظاهره شاه په واکمنۍ کې پاکستان له افغانستان څخه د ډیورنډ فرضي کرښې د رسمي کېدو غوښتنه نه ده کړې، خو د محمد ظاهر شاه حکومت په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له غړېتوب سره په دې مخالفت ښودلو، چې ياد نړيوال سازمان کې د پاکستان په غړېتوب سره به د افغانستان او بريتانوي هند ترمنځ پخواني تړونونه چې ډیورنډ کرښه هم پکې شامله وه ماتيږي؛ د محمد ظاهر شاه په واکمنۍ کې د پښتونستان مسئله راپورته شوه او د ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړې خلکو ته د ټاکنې حق باندې ټېنګار کېدلو.

د سردار محمد داود خان جمهوريت:سردار محمد داود د ډیورنډ فرضي کرښې چې په هغه وخت کې د پښتونستان مسئلې په نوم يادېده ډېر جدي وو؛ داود خان له پاکستان سره توندې اړيکې درلودې او د پښتونستان مسئلې پر سر نېږدې وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه پيل شي؛ سردار محمد داود خان د پښتونستان مسئلې ته ډېر ارزښت ورکولو او په ټول توان يې هڅه کوله، چې د ډیورنډ فرضي کرښې هغه غاړې خاوره د لوی افغانستان برخه جوړه کړي.

د خلق ديموکراتيک ګوند؛ د نور محمد تره کي واکمني:د ۱۹۷۸ز کال د سپټمبر مياشتې په نهمه نېټه د پاکستان ولسمشر ضيا الحق افغانستان ته په رسمي سفر راغی؛ نوموړي له نور محمد تره کي وغوښتل چې ډيورنډ په رسميت وپېژني؛ نور محمد تره کي د ضيا الحق غوښتنه رد کړه او ورته يې وويل، چې ډيورنډ کرښه يو استعماري او يوه په زور منل شوې کرښه ده چې هېڅکله افغان ولس ته د منلو وړ نه ده.

نور محمد تره کي ضيا الحق ته وويل چې د پاکستان او هندوستان د وېش پر مهال، پښتنو او بلوڅانو د ټاکنې او انتخاب حق ورنه کړل شو او افغانستان ډیورنډ کرښه په رسميت نه پېژني؛ ضياالحق هغه وخت پوه شو چې پر خلق ديموکراتيک ګوند نه شي منلی چې ډیورنډ کرښه په رسميت وپېژني.

د حفيظ الله امين واکمني:حفیظ الله امين يو پښتون پاله ولسمشر وو؛ نوموړي ته د پښتونستان مسئله او په افغانستان کې قومي جوړښتونه د ارزښت وړ مسئله وه؛ د نوموړي په وخت کې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په رسميت پېژندلو غوښتنه نه ده کړې، خو په خپله حفیظ الله امين له دې سره سخت مخالف وو چې ډيورنډ په رسميت وپېژني.

ببرک کارمل:د خلق ديموکراتيک ګوند د پرچم اړخ دغه ولسمشر د ډیورنډ کرښې رسميت پېژندلو سره سخت مخالفت درلود؛ ببرک کارمل ډیورنډ فرضي کرښه د انګلېسي استعمار په پايله کې پر يو افغان وجود د وېش خنجر بللو؛ د هغه وخت پرچم په نوم ورځپاڼې د ببرک کارمل له خولې لېکلي وو، چې د افغانستان حکومت د ډیورنډ کرښې هغه غاړې پښتنو او بلوڅانو څخه ملاتړ کوي، ترڅو دوی خپل برخليک په خپله وټاکي او هېڅکله د افغانستان حکومت د ډیورنډ تپل شوې کرښه د يوې رسمي کرښې په ډول په رسميت نه پېژني.

ډاکټر نجيب الله:که څه هم د ډاکټر نجيب الله او ضيا الحق ترمنځ د پاکستان او افغانستان ترمنځ داسې تړون شوی وو چې د يو او بل په خاروه کې به لاسوهنه نه کوي، خو پاکستان دغه تړون پلی نه کړ؛ ډاکټر نجيیب الله هم د افغانستان د هغه ولسمشرانو له ډلې وو چې د ډیورنډ کرښې رسميت پېژندو سره يې مخالفت درلود.

د مجاهدينو واکمني:د مجاهدينو حکومت پر مهال د ډيورنډ فرضي کرښې مسئله يوه هېره شوې مسئله وه. د طالبانو واکمني:د طالبانو واکمني پر مهال پاکستان درې ځلې له دوی غوښتنه وکړه چې ډیورنډ فرضي کرښې کرښه په رسميت وپېژني.

لومړی ځل: ملا عبدالرزاق د طالبانو کورنيو چارو وزير وو او پاکستان ورڅخه وغوښتل چې ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني.

دويم ځل: بل ځل د پاکستان کورنيو چارو وزير معین الدین حیدر کابل ته په رسمي سفر راغی او طالبانو يې وغوښتل چې ډيورنډ په رسميت وپېژني.

درېيم ځل: هغه مهال چې پرويز مشرف د پاکستان واک په لاس کې درلود، نو له د طالبانو له مشرانو يې غوښتنه وکړه چې ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني.

د طالبانو اسلامي امارت د تیر تحریک پر مهال د پاکستان له خوا د ډيورنډ فرضي کرښې په رسميت پېژندلو غوښتنې په کلکه رد شوې دي او هېڅکله يې دغه کرښه په رسميت نه ده پېژندلي.

د پاکستان د نشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان له قوله چې مشر ملا صاحب، نصیرالله بابر له خپل دسترخوانه وشاړه؛ بابر همدا مسئله مشر ملا صاحب ته یاده کړې وه خو د مشر ملا صاحب له ډیرې شدیدې غوسې سره مخ شو.

نوموړی وايي هیڅ پښتون له خپل دسترخوان څخه میلمه نه شړي خو چې کله د خاورې د تمامیت او عزت خبره شي بیا نو افغانان او پښتانه دغسې ننګین سودا ته نه تیاریږي.

اوس تازه د افغانستان د ا.ا.ا زعیم شیخ صاحب هبة الله اخند زاده د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت وزیر مولوي نورالله نوري ته لارښوونه کړې چې د فرضې کرښې تر څېرمه افغانانو ته دې خاصه پاملرنه وشي او هغوی ته دې حکومتي خدمات عرضه شي.

د افغانستان ا.ا.ا د مرستیال ویاند ښاغلي حمدالله فطرت په قول چې د شیخ صاحب لخوا د قومونو او قبایلو د وزیر په مشرۍ یوه کمیټه تشکیل شوې ترڅو هلته د نیازمندیو څېړنه وکړي او بیا ورته د بودیجې د تدارک لپاره کار وشي.هېره دې نه وي چې د هغوی اولادونو ته سږکال هم ځانګړې تحصیلي بورسیې او سکالر شيپونه ځانګړي شوي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version