د پاکستان پوځي رژیم له لوري افغان حکومت ته د پیاوړو تضمینونو د نه‌ورکړې له امله د ټرانزیټي لارو د تړل کېدو دوام، پاکستاني سوداګرو او نورو بېلا بېلو سکټورونو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي دي.

تازه د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خوني ویلي، چې دې چارې پاکستاني سوداګرو ته تر له څلور نیم میلیارد ډالرو زیات زیان اړولی دی.

دې خوني ویلي، چې د لارو د بندښت دوام په صورت کې به کرنیز صادرات تر راتلونکو دوو میاشتو پورې شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالره نور زیان هم و ویني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version