د اټومي علومو او انجنیرۍ یهودي استاد «نونو اېف-جي لوریرو» د امریکا ماساچوست ایالت بروکلین ښار کې په خپل کور کې په ډزو وژل شوی.

د اېن‌بي‌سي نیوز د راپور له مخې، پېښه د دوشنبې په ماښام د یاد ښار پر ګیبس سړک په یوه درې پوړیزه ودانۍ کې رامنځته شوې ده.

۴۷ کلن لوریرو تر ټپي کېدو وروسته په بېړني ډول روغتون ته لېږودل شوی، خو د سې شنبې پر سهار یې ساه ورکړې ده.

لوریرو پرتګالي‌الاصله ساینسپوه و او له ۲۰۱۶ کال راهیسې د امریکا «اېم‌آی‌ټي» پوهنتون کې پر دنده بوخت و.

نوموړی د یوه یهودي په توګه د صهیونیست رژیم له سرسختو ملاتړو څخه و او د امریکا علمي ټولنې یو له مشاهرو څخه و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version