د لبنان پلازمېنې بېروت پر ضاحیې سیمه د صهیونیستي رژیم د تېرې ورځې په برید کې د حزب ‌الله لوی درستیز ابو علي الطبطبايي په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د لبنان حزب ‌الله د علي الطبطبایي وژل کېدل تائید کړي او ویلي یې دي، چې صهیونیستي رژیم سرې کرښې ماتې کړي او دوی به د برید تر دقیقې ارزونې وروسته د غبرګون څرنګوالی وټاکي.

ورته مهال صهیونیستي رژیم د حزب ‌الله احتمالي غبرګون ته د چمتووالي په موخه خپل هوايي ځواک ته د تیارسۍ امر کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version