Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د لبنان حزب الله ډلې مشر، نعیم قاسم: پر قطر د صهیونیستي رژیم برید د لوی اسرائیل پروژې برخه ده
    منځنی ختیځ

    د لبنان حزب الله ډلې مشر، نعیم قاسم: پر قطر د صهیونیستي رژیم برید د لوی اسرائیل پروژې برخه ده

    صابر افغانصابر افغان11 سپتمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د لبنان حزب الله ډلې مشر، نعیم قاسم پر قطر د صهیونیستي رژیم بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی د قطر تر څنګ ولاړ دي او په خبره یې دغه برید د لوی اسرائیل د پروژې برخه ده.

    د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له‌مخې، نوموړي زیاته کړې، چې صهیونیستي رژیم له تېرو دوه کلونو راهیسې د یادې پروژې پر پلي کولو بوخت دی او هغه څه چې یاد رژیم په غزه، لویدیځه غاړه او اوس په قطر کې ترسره کړي، ټول د لوی اسرائیل پروژې پر دوام دي.

    نوموړي ټینګار کړی، چې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې روان مقاومت د یادې پروژې پر وړاندې خنډ دی او په خبره یې که دا له منځه ولاړ شي د صهیونیستي رژیم لاس به د سیمې نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.

    هغه د سیمې پر هېوادونو غږ کړی، چې که د «مقاومت» مالي او سیاسي ملاتړ نه‌کوي؛ نو د صهیونیستي رژیم په ملاتړ دې له شا پرې د «خنجر» ګوزار هم نه‌کوي.

    نوموړي په خپلو خبرو کې همدا راز، د صهیونیستي رژیم جنایتونو پر وړاندې د فلسطیني وګړو مقاومت ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې له ټولو کړاوونو سره-سره هغوی لا هم پر میدان ولاړ دې.

    نعیم قاسم وړاندې، په بیت المقدس کې د «کتائب القسام» وروستي عملیات چې پر مهال یې شاوخوا ۲۰ صهیونیستانو ته مرګ‌ژوبله واوښته، ستایلې او ټینګار یې کړی، چې له دې د فلسطیني ولس د ازادۍ غوښتنې احساس څرګندېدای شي.

    مخکینۍ مقالهد پوځي چارو د مشهور کارپوه محمد المغاربة تحليل: د حماس مشرانو په ډېر تکتيک د اسرائيلو بريد ناکامه کړ
    راتلونکي مقاله ملي دفاع وزير ختيځ کې د زلزله ځپلو هېوادوالو د ژغورنې عملياتي ټيمونه ستايلي

    مربوطه لیکنې

    حوثیانو د سعودي عربستان پر ضمد ښار او خميس مشیط هوايي ډګر بريدونه ترسره کړي

    25 جولای 2026

    د حماس غورځنګ د پوځي څانګې، کتائب القسام وياند، ابو عبيده: له فلسطیني ولس او امنيتي ځواکونو غواړو، چې د خپلو ځمکو او مقدساتو دفاع وکړي

    24 جولای 2026

    د اشغال شوي فلسطین لويديځه غاړه کې دوه اسرائیلي پوځيان هلاک شوي

    24 جولای 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 25 جولای 2026

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ۱۷۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

    باوري سرچینو هندوکش‌غږ ته ویلي، چې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجه‌یوف د…

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال د ۱۷۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن کابل ته راځي

    25 جولای 2026

    ټرمپ د ایران پر وړاندې د بریدونو د پراخولو په اړه له خپلو لوړپوړو چارواکو سره سلا مشورې کړي

    25 جولای 2026

    تېره یوه ورځ کې هېواد ته ۴۱۸ کورنۍ راستنې شوي او له ۵۳۹ کورنیو سره نغدي مرستې شوي

    25 جولای 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،171 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،113 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،229 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.