Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»منځنی ختیځ»د پوځي چارو د مشهور کارپوه محمد المغاربة تحليل: د حماس مشرانو په ډېر تکتيک د اسرائيلو بريد ناکامه کړ
    منځنی ختیځ

    د پوځي چارو د مشهور کارپوه محمد المغاربة تحليل: د حماس مشرانو په ډېر تکتيک د اسرائيلو بريد ناکامه کړ

    صابر افغانصابر افغان10 سپتمبر 2025۱ څرگندون2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پوځي چارو مشهور اردني کارپوه «محمد المغاربة» په يوه تحليل کې ویلي، چې د حماس غورځنګ مشرانو په ډېر تکتيک سره د دوی پرضد د اسرائيلو پرونی برید ناکام کړی.

    هغه ويلي، د حماس د يو شمېر مشرانو پر ضد د اسرائیلو د ترور دا هڅه د موبايلونو د څار پر اساس شوې وه، چې ناکامي یې د حماس بريا او د اسرائيلي رژيم ستره استخباراتي تېروتنه بلل کېږي.

    نوموړي «اخبار الأردن» انلاین ورځپاڼې ته په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د حماس غورځنګ مشرانو د ناستې تر پیل مخکې خپل ټول موبایلونه په يوې جلا ودانۍ کې پريښي وو او د همدې امنیتي تدبیر له امله د هغوی اصلي ځای افشا نه شو، اسرائیلي الوتکو هغه ودانۍ په نښه کړه، چې موبایلونه پکې ایښودل شوي وو او په دې توګه یې عملیات ناکام شول.

    المغاربة څرګنده کړې، چې دا پېښه د اسرائیلو پر وړاندې د حماس غورځنګ د «دماغو د جګړې» د شدت ښکارندویي کوي.

    هغه ويلي، اسرائیل هڅه کوي له پرمختللې ټکنالوژۍڅخه د تعقیب لپاره ګټه واخلي، خو حماس غورځنګ د برښنایي نښو د پټولو په څېر تکتیکونه کارولو سره د اسرائیل ټکنالوژي له ماتې سره مخ کړه.

    نوموړي همدا راز له بريد څخه د حماس غورځنګ د مشرانو ژوندي وتل په استخباراتي جګړه کې د اسرائیلو کلکه ماتې او ناکامي بللې ده.

    مخکینۍ مقالهغور کې د چورلکې سقوط پېښه ځاني زيان نه لري
    راتلونکي مقاله د لبنان حزب الله ډلې مشر، نعیم قاسم: پر قطر د صهیونیستي رژیم برید د لوی اسرائیل پروژې برخه ده

    مربوطه لیکنې

    په غزه کې د شهید شویو فلسطنیانو شمېر له ۷۳ زره تنو اوښتی

    28 جون 2026

    حزب الله او امل غورځنګونو له صهیونیستي رژیم سره د تړون مخالفت کړی

    28 جون 2026

    عراق کې د فساد ضد مبارزه کې د پارلمان غړي او سیاستوال نیول شوي

    28 جون 2026

    ۱ څرگندون

    1. حمزه on 11 سپتمبر 2025 5:16 AM

      ډېر ښا الحمدالله

      Reply
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 29 جون 2026

    د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، مهاجر فراهي: اسلامي امارت به د پاکستاني رژیم بریدونو ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي‎د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي ‏د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر افغان خاورې ترسره شویو بېګانیو هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی.

    هغه ویلي، یاد رژیم هڅه کوي د دې ډول اقداماتو له لارې د افغانستان اسلامي…

    د هېواد لویو لارو کې د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

    29 جون 2026

    عادل راجا پر افغان خاورې د پوځي رژیم بېګانیو بریدونو ته په غبرګون کې: د عاصم منیر او نتنیاهو ترمنځ توپیر شته!؟

    29 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، مهاجر فراهي: اسلامي امارت به د پاکستاني رژیم بریدونو ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي‎د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال، حیات الله مهاجر فراهي ‏د پاکستان پوځي رژیم له لوري پر افغان خاورې ترسره شویو بېګانیو هوایي بریدونو ته غبرګون ښودلی.

    29 جون 2026

    د هېواد لویو لارو کې د رېکشاوو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

    29 جون 2026

    عادل راجا پر افغان خاورې د پوځي رژیم بېګانیو بریدونو ته په غبرګون کې: د عاصم منیر او نتنیاهو ترمنځ توپیر شته!؟

    29 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،169 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،110 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،224 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.