د لبنان حزب ‌الله ډلې مشر نعیم قاسم ویلي، چې ایراني پوځ خپل مؤثریت ثابت کړی او اسرائيلي رژيم ته یې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړې، دا د اسرائیل لپاره د سزا یوازې یوه برخه وه او راتلونکې به یې لا سخته وي.

له بلې خوا، په بیروت کې د امریکا سفارت حزب ‌الله ډلې ته خبرداری ورکړی، چې پر امریکایي وګړو دې برید نه کوي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی، چې امریکا خپلو ځینو دیپلوماتانو او د هغوی کورنیو ته د لبنان پرېښودو سپارښتنه کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version