د الجزيرې ټلويزيون د راپور له مخې، د لبنان لومړي وزیر سلام ویلي، چې پوځ ته یې دنده سپارلې څو د روان کال تر پایه پورې د یوې عملي طرحې له مخې د حزب الله په ګډون د ټولو ډلو وسلې راټولې کړي.

سرچينه وايي، دا پرېکړه د حکومت له پنځه ساعته غونډې وروسته شوې، چې د امریکا لخوا پر لبنان فشارونه زیات شوي، څو د حزب ‌الله وسلو لپاره مهالویش وټاکل شي.

په ورته وخت کې د حزب ‌الله او امل غورځنګ وزیرانو د وسلو تسليمولو موضوع له کبله غونډه پریښې او د وسلو له تسليمېدو یې انکار کړی.
د حزب ‌الله عمومي مشر نعیم قاسم ټینګار کړی، چې د حزب ‌الله وسلې د لبنان مقاومت برخه ده او له اسرائیل سره د تاوتریخوالي دوام ته په پام دوی هيڅ ډول مهالوېش نه مني.

نوموړي زياته کړې، چې د حکومت ژمنې د اشغال شوې خاورې د ازادۍ لپاره نه دي او دولت باید له مقاومت څخه وسلې وانخلي او په خبره یې مقاومت د هېواد د دفاع لپاره قربانۍ ورکړې او هیڅ چاته به اجازه ورنه‌کړي، چې خپلې غوښتنې پرې ومني.

هغه همدا‌ راز ټينګار کړی، چې د حزب‌ الله وسلو موضوع باید د ملي اجماع له لارې وشي، نه د رایو له لارې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version