د لوړو زده‌کړو وزارت وزیر، شیخ نداء محمد ندیم او مل پلاوي یې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ له وزیر اولېګ کوروبچینکو سره کتلي.
د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، دې لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ صنعت او سوداګرۍ برخه کې پر دوه‌ اړخیزو اړیکو خبرې شوې دي.

د یاد وزارت په وینا، د تاتارستان لوري په افغانستان کې د پانګونې او له هېواد سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت وزیر او ورسره مل پلاوي وړمه ورځ د «روسیه او اسلامي نړۍ» ۱۷مه ناسته کې د ګډون په موخه، د تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته سفر کړی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version