د سرپرست حکومت مشرتابه د لوی اختر په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی دی، چې د خپل ولس پوره خدمت وکړو، موږ حاکمان نه؛ بلکې خادمان يوو او په وینا یې: «کله چې الله تعالی او زموږ مظلوم ولس زموږ څخه راضي شي، نو له هېچا څخه وېره نه ده په کار.»

په دغه پیغام کې دا هم ویل شوي، چې مشران او مخور باید د شرعي نظام، خلکو او وطن په ګټه دريځ ولري او په خپلو تحلیلونو، څېړنو، ویناوو، لیکنو او توصیو کې د خلکو ښه ذهن سازي وکړي، هغه زیاته کړې:«ځکه دوی ته خلک غوږ نیسي، د دوی نظریات د ټولنې په متوجه کولو کې رول لري او دا د دین تر ټولو لوی خدمت دی.»

د سرپرست حکومت د رهبرۍ له لوري په خپور شوي پیغام کې وړاندې د شریعت پر لا ښه تطبیق ټینګار شوی او علماء او متنفذین مسئول بلل شوي تر څو د الله ﷻ حکمونه په ټولنه کې نافذ کړي، هغه وړاندې د حکومت اړوند اقتصادي ارګانونونو ته لارښوونه کړې، چې باید د سوداګرو او صنعتکارانو لا ډېر حمایت وکړي، هغوی ته ښه زمینه مساعده کړي او له پرمختګ سره یې مرسته وکړي.

نوموړي وړاندې، د کډوالو وزارت او ولایتي مسئولینو ته سپارښتنه کړې چې د راستنېدونکو مهاجرینو ښه خدمت وکړي، هغوی ځای پر ځای کړي او د حمل او نقل په برخه کې تر وسه همکاري ورسره وکړي.

د سرپرست حکومت د مشرتابه د اختریز پیغام پر دوام د فلسطين پر خلکو د صهیونیستي رژیم بریدونه انساني او بشري جنایت بلل شوی او ویل شوي چې سرپرست حکومت د فلسطین له مظلومو خلکو څخه یو ځل بیا خپل ملاتړ اعلانوي، د فلسطین پر خلکو هر ډول ظلم او زور زیاتی په کلکه غندي او د عاجل بندېدو غوښتنه یې کوي.

د اختریز پیغام په پای کې د د سرپرست حکومت مشرتابه له خوا ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي ویل شوې او ټولو ته د نېکمرغۍ او سوکالۍ غوښتنه شوې.

د یادونې وړ ده، چې د هېواد سترې محکمې د راتلونکې اونۍ پیلنۍ د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version